د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو جوپه چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له هراړخیزې څېړنې او کیفیت له دقیق کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته مسترد کړ.
یاده اداره وایي، چې دغه جوپه د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې پر مهال تخنیکي وارزول شوه او د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه.
دغهراز د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بېکیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.
د یادونې وړ ده، چې د معیار او کیفیت اداره له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته د توکو له واردولو وړاندې کورنیو معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یوه سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

