ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستل شوه


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر کې د اسانتیا په موخه د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستې ده.

د یادې ادارې په وینا؛ په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي، د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي د يادې ولسوالۍ علماوو، سپین ږېرو، د دې وېش څانګې کارکوونکو او خلکو ګډون کړی و.

د میدان وردګو ولایت د احصايې او معلوماتو ریس ویلي، دا چې جغتو ولسوالۍ له مرکز میدان ښار څخه لرې پرته ده، خلکو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د اسانتیا په موخه د علماوو او خلکو په غوښتنه دا وېش څانګه جوړه شوه.

ورپسې د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي غونډې ته په خپله وینا کې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې لرې پرته ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا د دې ولسوالۍ د هر غړي غوښتنه وه چې د مشرانو په شفقت پرځای شوه.

همدارنګه قومي مشرانو او علماوو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له رهبرۍ مننه کړې او د دې وېش څانګې پرانیستل یې د ولس ستونزو ته د رسېدنې ښکاره بېلګه یاده کړې ده.

 د یادولو وړ ده، چې اوس مهال د دې وېش څانګې په ګډون په میدان وردګو ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي او هر ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.