د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد په یو جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلامي امارت دا ډول بریدونه چې سپېڅلو شعایرو حرمت ته زیات رسوي او عبادت کوونکي او ملکيان په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي.
بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې د اسلام اباد ترلایي سیمې «خدیجهالکبری» جومات کې د چاودنې له امله ۱۵ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۸۰ تنه ټپیان دي.
د پاکستان پولیسو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یاده چاودنه نن د جمعې لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

