ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي مسولین دې د امنیت په برخه کې له خپلې ناکامۍ څخه د تېښتې او د خلکو د پام بل لور ته د اړولو پر ځای خپل مسوولیت په مناسب ډول ترسره کړي.
اعلامیه کې راغلي، په تاسف سره باید وويل شي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې په يوه جومات کې له نننۍ پېښې وروسته، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له خوا غندنه هم وشوه، خو د تېر په څېر د پاکستان د دفاع وزیر سمدستي او په غېرې مسوولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه.
د اعلامیې له مخې، د پاکستان چارواکو د بلوچستان او نورو پېښو په اړه هم همداسې په پټو سترګو افغانستان ته ګوته نیولي وه.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، (یو ځل بیا یادونه کوو چې دغه څرګندونې او پر افغانستان یې تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او په داسې عجولانه اظهاراتو سره نه په امنیتي ناکامي پرده اچولای شي او نه ستونزې حلولای شي).
دغه راز اعلامیه کې د پوښتنې په توګه لیکل شوي، که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کي ناکام دي؟
ملي دفاع وزارت ویلي، د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د بېګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو تر سره کوونکو ملاتړ کوي.

