د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان ۱۴۰۴ د جغرافیایي معلوماتو د ټکنالوژیو او د ریموټ سنسېنګ څخه په ګټهاخیستو چې د سپوږمکیزو انځورونو تعبیر او تفسیر پکې شامل دی، د پنبې د کښت ساحې تثبیت کړې دي، چې پر اساس یې په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې او په ټوله کې څهباندې ۱۵۸ زره مټریک ټنه تولید شوې ده.
ارقام ښيي چې تر ټولو ډېره پنبه (۷۵ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې نږدې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څهباندې ۱۳ زره مټریک ټنه، جوزجان کې څهباندي ۱۰ زره مټریک ټنه او ننګرهار ولایت کې نږدې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
د ارقامو تحلیل څرګندوي چې روان کال په څهباندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې ده، چې له ډلې یې تر ټولو ډېره په هلمند ولایت کې په ۴۷ زره او ۷۳ هکټاره ساحه، په بلخ کې په ۲۳ زره او ۱۵۰ هکټاره، په کندهار کې په ۹ زره او ۲۲۹ هکټاره او جوزجان کې په ۷ زره او ۵۷۵ هکټاره ساحه باندې پنبه کرل شوې وه، په دې اساس په هلمند کې تر ټولو په زیاته ساحه او په کاپیسا کې په تر ټولو کمه ساحه باندې پنبه کرل شوې وه.
پنبه د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي چې یوازې تېر کال د ۱۶۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه (مالوچ) له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.
د ویلو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او پر وخت یې ارقام خپروي.

