په تورخم عمري کمپ کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیيت مسولينو ویلي، چې تېره ورځ په تورخم کې د عامه پوهاوي د پیاوړتیا په موخه د لويو لوحو او بېلبورډونو د نصب بهیر پیل شو.
د مسولینو په خبره، یاد بېلبورډونه د تورخم په عمري کمپ او فرضي کرښې کې د عامه پوهاوي د ټیمونو له لوري لګول شوي، چې موخه یې خلکو ته د مثبتو ټولنیزو پیغامونو رسول، معلوماتي بېنرونه خپرول او راستنو شويو هېوادوالو ته د ډاډ، ملاتړ او یووالي فضاء رامنځته کول دي.
سربېره پر دې د عمري کمپ د ځینو اړوندو ټيمونو لپاره ځانګړې لوحې هم په دې لړۍ کې شاملې دي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیيت د فرضي کرښې او یو شمېر عامه ځایونو په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي لیکنې او پیغامونه خپاره کړي وو.
د یاد هییت مسولين ډاډ ورکوي، چې د دوی کاري ټیمونه شپه او ورځ د راستنېدونکو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي او د اړوندو موضوعاتو حل ته به پر خپل وخت رسېدنه کېږي.

