د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت اړوند د ټرافیکو پولیسو لوی ریاست ته د ترافیکي نظم د لا پیاوړتیا او د ښارونو په کچه د خدماتو د ښه والي په موخه یو شمېر نوي او عصري موټر چمتو او رسماً وسپارل شول.
د یاد وزارت په وینا؛ دغه موټر چې د ټرافیک پولیسو د ځانګړي رنګ، نښان او عصري تجهیزاتو درلودونکي دي، د لویو لارو پر سر د ټرافیکي نظم د تامین، د پېښو د مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.
همدارنګه د ټرافیک پولیسو مسولینو ویلي، چې د نويو وسایطو په ورکړې سره به د ټرافیکي قوانینو د پلي کېدو کچه لوړه، د پېښو پر مهال د پولیسو رسېدنه چټکه او د ولس باور به لا پیاوړی شي.

