د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد د اوزبیکستان هېواد د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له رییس او د یاد هېواد د جمهور رییس له سلاکار ښاغلي جولان وهابوف سره لیدنه وکړه.
همدارنګه په دې لیدنه کې په کابل کې د اوزبیکستان سفیر او د یاد هېواد رسمي پلاوي هم ګډون درلود.
مولوي احمدالله زاهد اوزبیکستاني پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي وویل، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ګڼ سوداګریز فرصتونه شته، او باید له دغو شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.
ښاغلي زاهد زیاته کړه، د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو چارو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې ټاکل شوې دي او اړینه ده چې دغه کمېټې خپلو مسولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، څو شته ستونزې او خنډونه له منځه ولاړ شي.
دغهراز په دې لیدنه کې ښاغلي جولان وهابوف د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالر و، خو له نېکه مرغه تېر کال دغه شمېر ۱.۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی.
په پای کې نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به دا سوداګریز حجم تر ۲ میلیارده ډالرو پورې لوړ شي.

