د افغانستان بانک خبر ورکړي، چې له اړوندو کړنلارو سره سم د هېواد له لویدیځ زون څخه راټول شوي د ۵۳۷ میلیونه او ۷۴۶ زره افغانیو په ارزښت زاړه افغاني بانکنوټونه د یاد بانک دویم مرستیال مُلا محمد اخوند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته په هرات ولایت کې وسوځول.
د یاد بانک په وینا؛ په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانیو انواعیې شاملې وې.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي؛ چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو پروسه د بانک د دوامدارې ستراتیژۍ یوه برخه ده، ترڅو ولس د خپلو ورځنیو راکړو ورکړو لپاره د افغانۍ سالمو او نویو بانکنوټونو ته لاسرسی ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو موخه د مالي نظام د شفافیت او د افغانۍ د اعتبار ساتنې په برخه کې یوه له مهمو پروسو څخه ګڼل کیږي.
ملا محمد اخوند ویلي، چې د بانکنوټونو د سمې کارونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري اړینه ده، ځکه چې افغانۍ زموږ ملي پيسې دي او په سمه توګه کارول یې زموږ ملي مسولیت دی.
د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت مندرس بانکنوټونه راټولوي او په بدل کې یې بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا ځانګړو بټیو ته لېږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.

