مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نورمحمد متوکل د ایران د جنوبي خراسان ولایت له والي محمد رضا هاشمي او د دې ولایت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له رییسې افسانه ابراهیمي سره جلا لیدنې کړي.
مشهد کې د افغانستان جنرال قونسلګري وایي، چې په دې لیدنو کې په جنوبي خراسان ولایت کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو تعقیب او د فراه او جنوبي خراسان ولایتونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه خبرې شوي.
مولوي نور محمد متوکل دغه راز د دې سفر په ترڅ کې د بیرجند په مرکزي زندان کې د افغان بندیانو د ستونزو اورېدلو سربېره د جنوبي خراسان ولایت د صادراتو پراختیا کاري ډلې او د سرحدي تبادلې تنظیم شورا په اتمه غونډه کې ګډون کړی دی.

