د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر سره لیدنه لیدنه کړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې په هېواد کې د نشه یې توکو د کښت د مخنیوي او نه کارونې په اړه خبرې شوې دي.
شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او پر وخت پرېکړې د نشه يي توکو د کښت د لمنځه تلو او نه کارونې سبب شوې دي.
ښاغلي منیر زیاته کړې، چې د نشه يي توکو د نه کارونې او نه کرلو په برخه کې د دیني عالمانو او رسنیو ونډه خورا اغېزمنه ده او په وینا يې، روان کال د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راښکته شوې ده.
د ناستې پر دوام ښاغلي مرستیال په راستنو شویو هېوادوالو کې د روږدو کسانو پېژندنه او د هغوی پر درملنې سربېره د ځوان نسل اړوند ځینې مشورې او موضوع ګانې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې د کورنیو چارو وزارت هڅې ستایلي او د لاښه مدیریت لپاره یې د امنیتي ادارو خپلمنځي همغږي اړینه بللې ده.
نوموړي د راستنو شویو ځوانانو روزنه او د روږدو کسانو درمنله اړینه بللې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت په دغې برخه کې مهم ګامونه اخیستې دي او تمه کېږی، چې راستانه شوي ځوانان له ارزښتونو سره ژر بلد شي.
په پای کې مولوي عبدالکبیر شریکې شوې موضوع ګانې مهمې بللې دي او ورته د رسېدنې یادونه یې کړې ده.

