ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۸۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۸۳) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو د انجینري تسهیلاتو، هارس مخابرې، ادارې او مدیریت او د نقلیه وسایطو د ساتنې له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب‌الله “مدني”، ګڼ‌شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب‌الله “مدني” یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:”د اعداد او پوځي زده‌کړو ترلاسه کول فرض دي؛ تاسو د یادې فریضې د ترسره کولو او د اسلامي ارزښتونو، ملي نوامیسو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په پار روزل شوي یاست. هڅه وکړئ له یادو زده‌کړو څخه د نظام د تحکیم ، پیاوړتیا او ثبات په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړئ.”

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بری‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.