ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزارت سر له نن څخه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز اعلان کړ

د افغانستان اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د شعبان المعظم میاشتې له ۲۱مې نېټې چې د سلواغې میاشتې له ۲۰مې سره برابره ده د هېواد په ټولو ګومرکونو کې له پاکستان څخه د درملو واردولو اجازه نه ورکول کیږي.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر ویلي، د درملو په ګډون به له قاچاقي لارو د هر ډول توکو په واردولو کلک څار تر سره او عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.

مالیې وزارت یو ځل بیا د درملو او نورو اړتیا وړ توکو پر واردوونکو غږ کړی، چې د پاکستان پر ځای دې نورې بدیلې لارې ولټوي او دوی په دې برخه کې سوداګرو ته د هر ډول اسانتیاوو په برابرولو کار کوي.

دغه‌راز له دې وړاندې مالیې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې د روان قمري کال د شعبان‌المعظم میاشتې له ۲۱مې نېټې وروسته به د هېواد په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصول نه شي.