ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په عمان کې د هند له سفیر سره د حافظ عمر لیدنه؛ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې شوي

په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست حافظ عمر، د یاد هېواد لپاره د هند له سفیر غوداورتي وینکاتا سرینواس سره لیدنه کړې.

 په مسقط کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړه لوریو په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دغه‌راز حافظ عمر په عمان کې میشتو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو د همکارۍ هیله څرګنده کړې ده.

همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو ډاډ څرګند کړی.