ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روژې په میاشت کې د یتیمانو او اړمنو د ملاتړ لپاره د افغاني سرې میاشتې او دیانت ادارې د همغږۍ ناسته وکړه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې مشر امراه کان دمیر د روژې په میاشت کې د بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ او اړمنو ته د روژه‌ماتي تیارولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

افغاني سره میاشت وایي، حافظ عزیز الرحمن، بې سرپرسته کورنیو ته د مرستونونو په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او په روان سوړ ژمي کې یې د یتیمانو د لاسنیوي برخه کې د هر خیریه بنسټ همکاري مهمه وبلله او افغاني سره میاشت یې بې سرپرسته کورنیو، اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو رسولو ښه مرجع یاده کړه.

دغه‌راز نوموړي د یتیمانو د ملاتړ په برخه کې د ټولو خیریه ادارو د همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

ورته مهال امراه کان دمیر وویل، چې د روژې میاشت په مناسبت به په ځینو ولایتونو کې بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمنۍ جامې ووېشي او اړمنو ته به د روژه‌ماتي پروګرام جوړ کړي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د دیانت ادارې د دا ډول مرستو مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.