د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په کوربهتوب، په حضوري او انلاین بڼه په کابل کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو تر څنګ، د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و.
یاده ناسته په دوو برخو وېشل شوې وه، چې لومړۍ برخه یې د ودې او شمولیت او دویمه برخه یې د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.
د ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت استازو په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته لاسته راوړنې او پرمختګونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه، ګډونوالو د اسلامي امارت د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې یې د خپلو ترسره شویو همکاریو یادونه وکړه.
په پای کې ګډونوالو د دوامدارې همکارۍ لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه، د شته ننګونو د حل لپاره یې وړاندیزونه وړاندې کړل او پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

