ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر شره شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي وړاندې او له بحث وروسته تایید شوه.

د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څیړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا پر طرحه هم بحث ترسره او تایید شوه. د دې طرحې له مخې به د هېواد ه مختلفو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو  د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي.

د دې طرحې په تطبیق سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول به ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم  په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.