د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره لیدنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د الوزي قوم مشرانو او علماوو، چې د خپل قوم د کډوالو په استازیتوب راغلي وو، وویل، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پوځیانو ظلم او زیاتی زیات شوی او د کورونو د ورانولو له امله افغانان د ژمي په سړې هوا کې راشړل کېږي.
یادو قومي مخورو او علماوو زیاته کړه، چې شاوخوا دوه زره کورنۍ د راستنېدو په حال کې دي او وړاندیز یې وکړ، چې راستنېدونکو کورنیو ته لنډمهاله پنډغالي او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې راستنو شویو ته د دایمي سرپناه د برابرولو په موخه د کډوالو په ښارګوټو کې د استوګنې ځمکې ورکړل شي.
مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د ښه خدمت لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.
نوموړي یادونه وکړه، چې راستنېدونکو هېوادوالو ته به په مناسب ځای کې د لنډمهاله سرپناه د برابرولو هڅې وشي، کېږدۍ او نور اړین توکي به اړمنو ته ووېشل شي.
مولوي عبدالکبیر همدارنګه څرګنده کړه، چې د ښارګوټو اړوند غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي او په دې برخه کې به اړینه همکاري ترسره شي.

