ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین رسما پیل شو

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د یوې چاپېریالي پروژې په چوکاټ کې په رسمي ډول پیل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص، د ننګرهار ولایتي مسولینو، د مرستندویه موسساتو استازو او ولسي مشرانو ګډون کړی و.

مولوي مطیع‌الحق خالص په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د جګړو او بې‌امنۍ له امله سخت زیانمن شوی او ګڼ شمېر طبیعي ځنګلونه یې له منځه تللي دي.

 نوموړي زیاته کړه، د هېواد بیا رغونه یوازې د زیربناوو په جوړولو نه، بلکې د طبیعي سرچینو په احیا او ساتنې پوري هم تړلې ده.

مولوي مطیع‌الحق خالص وویل، یوازې تېر کال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري په هېواد کې له ۱۷ میلیونو زیات نیالګي کېنول شوي دي او دا لړۍ به په پوره عزم دوام ومومي.

ښاغلي خالص څرګنده کړه: «افغانستان به په خپل ملي عزم او ګډو هڅو رغېږي. که هر څوک د هېواد د ابادۍ لپاره لاس را اوږد کړي، موږ به د هېواد په ابادولو کې ورسره په پوره اخلاص همکاري وکړو.»

دغه‌راز نوموړي ځنګلونه ملي شتمني وبلله او ویې ویل، چې ساتنه او پالنه یې د ټولو ګډ مسولیت دی، ځکه دا د راتلونکو نسلونو امانت دی.

د هغه په وینا نیالګي د اورښتونو د تنظیم، د سېلابونو د مخنیوي، د هوا د ککړتیا د کمولو او د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې بنسټیز رول لري.

ښاغلي خالص همداراز پر ولسونو غږ وکړ، چې د نیالګیو په کېنولو، ساتنه او زرغونتیا کې له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي او په دې برخه کې له هیڅ راز مرستي څخه درېغ ونه کړي.

همدارنګه په دې مراسمو کې د ننګرهار ولایتي مسولینو، د UNDP او رها موسسې استازو او ولسي مشرانو په خپلو ویناوو کې د نیالګیو کېنولو او ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ولس څخه یې وغوښتل، چې د شنو ساحو د پراختیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د مراسمو په پای کې ګډونوالو په عملي ډول نیالګي کېنول او د کرل شویو نیالګیو د ساتنې ژمنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، دا پروژه چې د رها موسسې په همکارۍ تطبیق کیږي له مخې به یې ۶۰۰۰ مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي او د اوبو لګولو لپاره به ۲۰ سولري تختې نصب او د پایپ لاین سیستم به وغځول شي او همدارنګه د دې ترڅنګ به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي.