د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل د تاجیکستان له سفیر سعدي شریفي سره لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، هېڅوک نه شي کولای د دوو ګاونډیو هېوادونو دوستانه اړیکو او د باور شته فضا ته زیان ورسوي او اسلامي امارت له تاجیکستان سره د اړیکو لا پراختیا ته پوره ژمنتیا لري.
بل لوري، د تاجیکستان سفیر ویلي چې هېواد یې د دواړو هېوادونو په ګډ سرحد کې مهمې اقتصادي پروژې او پروګرامونه لري او د نېک نیت او شته واقعیتونو پر اساس له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.
په پای کې دواړو لوریو د ګډې اقتصادي کمېټې د رامنځته کولو څرنګوالي، د سرحدي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د راتلونکي کال د پلان په اړه خبرې وکړې.

