د مالیې وزارت په مشرۍ د وزارتونو، ادارو او خصوصي سکټور د استازي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
مالیې وزارت وايي، چې د یاکمیسیون غړو په لومړۍ غونډه د افغان – سعودي ګډ کمیسیون له لارې د فعالیتونو او تعاملاتو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
دغه راز یاد غونډه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار شوی او پرېکړه شوې، چې د ګډ کمیسیون غونډې ته دې پوره چمتووالی ونیول شي.
یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د مالیې وزارت د پاليسۍ مرستیال انجینر سلطان محمد زبیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی قدرتالله جمال او د اړوندو امارتي وزارتونو، ادارو او خصوصي سکټور استازو گډون درلود.

