د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د افغانستان لپاره د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې شته څرګند پرمختګونه، واقعیتونه او حقیقتونه چې موږ یې لرو، له هغو بندیزونو سره موافق نه دي چې په بحراني حالاتو کې وضع شوي و او تراوسه دوام لري.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، د بندیزونو لګولو نه تر دې وړاندې کومه پایله ورکړې او نه به وروسته د چا په ګټه وي او د دغسې ناکامو حربو او تجربو بیا بیا کارول منطقي نه دي.
نوموړي په دې برخه کې د چین او روسیې دریځ ستایلی او زیاته کړې یې ده افغانستان په دغسې حالت کې همکارۍ ته اړتیا لري، نه دا چې هره ورځ تحریمونه وضع او یا تمدید شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند له لویدیځوالو غوښتي چې پر خپلو دغو پالیسیو دې یو ځل بیاکتنه وکړي او له افغانستان سره دې رغنده تعامل غوره کړي.

