ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روژې په مبارکه میاشت کې په دولتي ادارو کې د کار د پیل او پای وختونه مشخص شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د را روانې روژې په مبارکه میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه مشخص شول.

یاد وزارت ویلي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې به کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې ورځو په ګډون د ماسپښین د لمانځه له وقفې سره پای ته رسېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تولیدي او خدماتي موسسې، تل فعالې برخې، نشراتي ادارې، روغتیايي، ښوونې او روزنې، او د لوړو زده کړو موسسې باید د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار مهال‌وېشونه تنظیم کړي.