د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس لاندې نوې ټاکنې شوې دي:
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملامحمد فاضل مظلوم د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه.
او د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

