د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پولیسو بنسټیز مسلکي کورس شپږمې دورې د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه دوه میاشتنی کورس د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت له لوري د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی و چې پکې ۳۴۰ تنه افسرانو برخه اخیستې وه.
د مراسمو په پیل کې د پولیسو د لوړو زدهکړو قومندان څېړنیار مولوي محمد حامد وزیر د کورنیو چارو وزیر او نورو مېلمنو هرکلی وکړ او د کورس په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د نوموړي په وینا، په دې دوره کې د کابل په ګډون له ګڼ شمېر ولایتونو څخه ۳۴۰ افسرانو د دوو میاشتو په موده کې مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې دي.
د کورنیو چارو وزیر دې ناستې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، هغه افسران چې د اسلامي عقیدې او مسلکي روزنې په روحیه سمبال دي، کولی شي ولس ته ارزښتمن خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي د امنیت ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي او د نظام د پیاوړتیا په برخه کې د پولیسو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د پولیسو مسلکي کېدل د ټول هېواد د ثبات لپاره بنسټیز ارزښت لري.
خلیفه سراجالدین د هېواد امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم وباله او ویې ویل، چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه باید د دې بهیر ملاتړ او د دوام په برخه کې یې همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزیر د اسلامي پولیسو ځانګړنه تقوا، مسلکي توب او قرباني وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د امنیت خونديتوب اساسي وسیله مسلکي او باانضباطه پولیس دي.
نوموړي زیاته کړه، چې زدهکړې او اخلاقي معیارونه باید لومړیتوب ولري، ځکه د افرادو ناسم چلند د نظام پر باور منفي اغېز کوي.
دغهراز خلیفه سراجالدین حقاني له پوليسو وغوښتل چې د تقوا په پام کې نيولوسره، خلکو سره نېک چلند او د قانون تطبيق په برخه کې د ولسي خدمت اصول په خپلو چارو کې مراعات کړي، څو د خلکو باور او همکاري لا پیاوړې شي.
په پای کې، نوموړي د یاد کورس فارغانو ته مبارکي وویله، په چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه او د مسلکي روزنیزو پروګرامونو د دوام په برخه کې یې د وزارت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

