ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور: د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانانو مبارزه په یاد ولري

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد پوځونو د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې د سلواغې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې «ویاړلې ورځ» بللې ده.

نوموړي د خپلې وینا په پیل کې د هېواد مشرتابه، د کابینې غړو، امنیتي ځواکونو، د جګړو د قربانیانو کورنیو او خلکو ته مبارکي وړاندې کړې ده.

ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې مهمه او ویاړلې پاڼه ده او زیاته کړې یې ده، چې تر نږدې لس کلنې جګړې وروسته شوروي سور پوځ د کمونیزم په ټول تاریخ کې د لمړي ځل لپاره په ابدي ماتې محکوم او له افغانستان څخه په ټیټو سترګو وتښتېده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ۱۳۶۷هـ‌ش کال د سلواغې په ۲۶مه د شوروي پوځ وروستی سرتېری له افغانستانه ووت او دا پېښه د افغانانو د جهاد او قربانیو پایله وه.

ملا عبداللطیف منصور وویل:”دا د افغانستان د یونیم میلیون شهیدانو د وینو، د مجاهدینو د اتلوال جهاد او کونډو یتیمانو د اوښکو او اسوېلیو او په ټوله کې د لوی خدای ج د نصرت برکت وو، چې د پخواني شوروي ټول زور دلته اوبه او مدرن جنګي ماشین یې فلج شو، چې په پایله کې نه یواځې افغانستان د دوی له منګولو څخه خلاص او خپل ګوډاګیان یې حتمي ته مرګ وسپارل، بلکه د کمونیزم د الحادي مفکورې پر تابوت وروستنی مېخ ټک وهل شو، شوروي پراخه امپراطوري پنځلس ټوټې شوه او نړۍ د دوی له شر څخه په امن شوه.”

دغه‌راز ښاغلي وزیر په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې افغانان باید د خپلې خپلواکۍ د ساتنې لپاره یووالی وساتي او له نظام څخه ملاتړ وکړي، څو په وینا یې بیا هېڅ بهرنی ځواک د افغانستان پر خپلواکۍ د تېري جرأت ونه کړي.

ملا عبداللطیف منصور همداراز ویلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانانو مبارزه په یاد ولري.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه له نږدې لس کلنې جګړې وروسته د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ پر ۱۵مه له افغانستانه ووتل، چې دا نېټه د هېواد په معاصر تاریخ کې د یوې مهمې پېښې په توګه یادیږي.