د کورنیو چارو وزارت، د سرحدي پولیسو عمومي قومندانۍ پوځي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان د اوزبیکستان د دولتي امنیت له رییس رستم احمدوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې، چې د یاد هېواد د ملي امنیت د سرحدونو مرستیال هم شتون درلود، دواړو لوریو په لاندې مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې کړې دي:
د مسافرینو لپاره اسانتیاوې: په سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د مسافرینو د تګ راتګ لپاره د اړینو سهولتونو برابرول.
اقتصادي همکاري: په ګډ بازار (مشترک بازار) کې د سوداګرو لپاره د نويو اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کول.
سرحدي امنیت: د هر ډول قاچاق د مخنیوي په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا او د سرحدي امنیت ټینګښت.
مولوي عبدالمنان حسان په دې لیدنه کې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ پر سالمې همغږۍ ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د سرحدي پولیسو ځواکونه د امنیت په تامین او د غیرقانوني فعالیتونو په مخنیوي کې جدي دي.
په پای کې، د اوزبیکستاني پلاوي هم د سرحدي چارو په سمون کې د همکارۍ د لا زیاتوالي ډاډ څرګند کړی او دا ډول لیدنې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ګټه بللې دي.

