د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په شتون کې د اوزبېکستان د سیردریا له والي ارکینجون توردیموف سره د افغان ــ اوزبېک سوداګریزه ناسته کې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، جامو او درملو په برخو کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
ښاغلي عزیزی په دې ناسته کې ویلي، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراختیا موندلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله زیاته شوې ده.
همدا راز ارکینجون توردیموف د صنعت، تصدیو او نویو عملي پروژو په برخو کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی.

