د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په پروان ولایت کې له کډوالۍ راستنېدونکو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پرانیسته.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دا پروګرام د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لارښوونې پر بنسټ او د پروان والي، د امارتي ادارو د رییسانو او سیمهییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
یاد وزارت زیاته کړې، د دې پروګرام موخه هغو کورنیو ته بېړنۍ مرسته رسول دي، چې تازه له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، د دې پروګرام له مخې، هرې کورنۍ ته ټاکلې اندازه غنم او نغدي مرسته په پام کې نیول شوې، څو وکولای شي د خپلو بېړنیو خوراکي او معیشتي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.
دغه اقدام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو برخه ده، چې د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا او په ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې د راستنېدونکو کورنیو د زیانمننې د کمولو لپاره ترسره کېږي.
دغهراز مولوي عطاءالله عمري د پرانیستې په مراسمو کې له کډوالۍ د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د اساسي خوراکي توکو برابرول او نغدي مرستې د کورنیو د معیشتي ثبات او د تغذیوي ستونزو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړې، چې دکرنې وزارت هڅه کوي له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ دا ډول پروګرامونه په دوامداره توګه پرمخ یوسي.
دغهراز د پروان والي هم له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې ولایت امارتي ادارې به د کرنې وزارت سره په همغږۍ د اړمنو او راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.
ورته مهال راستنېدونکو کورنیو د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا مرستې کولای شي هېواد ته د بېرته ستنېدو په لومړیو ورځو کې د دوی د لومړنیو اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام د افغانستان اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې له کډوالۍ د راستنېدونکو کورنیو د وضعیت د ښه والي او د هغوی د خوراکي خوندیتوب د تامین لپاره د ترسره کېدونکو اقداماتو یوه برخه ګڼل کېږي.

