ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا حمدالله فطرت: اسلامي امارت د روغتیایي سکټور لا پیاوړتیا ته ژمن دی

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له بېلا بېلو څانګو څخه د ۵۰۰ متخصصو ډاکټرانو فراغت ته په اشاره ویلي، اسلامي امارت د روغتیایي سکټور لا پیاوړتیا ته ژمن دی او د نورو سکټورونو په څېر یې دغه سکټور کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.

ښاغلي فطرت زیاته کړې، د اکمال تخصص ریاست د اسلامي امارت په تېره دوره کې رامنځته شوی او د اسلامي نظام د بیا واکمنېدو وروسته د تخصص اهمیت او اړتیا ته په کتو د لوی ریاست کچې ته لوړ شو.