د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له العربیه خبري شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي تاسیساتو په نښه کول ډېر خطرناک دي او کولای شي ایران سختو دفاعي تدابیرو ته اړ کړي.
ښاغلي لاوروف د ایران او اسرائیلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې او د امریکا دخالت ته په اشاره خبرداری ورکړی چې پر ایران بیا ځلې برید له اور سره لوبې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ایران خپلو اټومي ژمنو باندې ولاړ دی او د اسرائیلو او امریکا برید یو خطرناک اقدام بلل کېږي

