اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله (مجاهدینو ته لارښوونې) کتاب ۷۰ زره ټوکه چاپ او ویشل شوی دی.
د دغه وزارت په وینا، دغه راز په دې موده کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د کتابونو پلورلو غرفې جوړې شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاته کړې، د دې ترڅنګ، په یاده موده کې ۶ نوي کتابونه چاپ، ۲۱ ډیزاین، ۸ تالیف او ۹ ژباړل شوي او کابل کې ۱۴ کتاب پلورنځي بېرته فعال شوي دي.

