ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام‌اباد کې افغان پلاوي د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالو لیدنه وکړه

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پلاوي د تورخم فرضي کرښې سربېره په اضاخېلو، حمزه بابا او نورو بېلابېلو سیمو کې د راستنېدونکو افغان کډوالو له پنډغالو لیدنه کړې او د هغوی ستونزې یې له نږدې ارزولي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، افغان پلاوي د «UNHCR» له استازو او د یادو مرکزونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او اسانتیاوو برابرولو ټینګار کړی دی.

همداراز، افغان پلاوي د خوراکي توکو ترڅنګ له یو شمېر اړمنو کډوالو سره نغدي مرستې هم کړې دي.