ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اردوغان: ترکیه به ډېر ژر د بومي هوايي بېړۍ جوړول پیل کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی، چې هېواد به یې ډېر ژر د بومي هوايي بېړیو جوړولو لړۍ پیل کړي.

نوموړي ویلي، ترکیه چې د بې‌پیلوټه الوتکو، توغندیو، بېړیو، چورلکو او ټانکونو د تولید وړتیا لري، کولای شي جنګي الوتکې او هوايي بېړۍ هم د خپلو دفاعي تولیداتو په لړ کې ور زیاتې کړي.

دغه‌راز ښاغلي اردوغان ټینګار کړی، چې ترکیه به د خپل ملي امنیت د خونديتوب لپاره له خپلو پولو بهر ټول اړین اقدامات ترسره کړي او هر ځای چې ګواښ وویني، بې له دې چې له چا اجازه واخلي، هغه به له منځه یوسي.