په بشکیک کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له رييس ميربېک باکیتوویچ سره په دې لیدنه کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا خبرې کړې دي.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې ښاغلي حقاني د دوه اړخیزو سوداګريزو اړیکو د پراختیا په برخه کې افغان سوداګرو او باروړونکو موټرچلوونکو ته د ویزو په ورکړه ټینګار کړی.
همدار راز ميربېک باکیتوویچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، په ځانګړي ډول د سوداګریزو، اقتصادي او بشردوستانه همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړی او د یادو موضوعاتو په برخه کې یې د ځانګړې پاملرنې ژمنه کړې ده.

