ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ پيل شوې

د افغانستان کرېکټ‌بورډ له لوري نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۰مه) په خوست ولایت کې شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې ۵ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د ۱۴ ورځو په موده کې به ۲۱ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان او بند امیر ښاماران لوبډلې ډګر ته ښکته شوي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی، چې يادې سیالۍ له پلازمېنې کابل څخه بهر په يوه ولایت کې ترسره کېږي.

په دې پړاو کې پینځه لوبډلې( سپين‌غر، بندامیر، مس‌عينک، امو او بست) ګډون لري، چې د ملي لوبډلې د پیاوړو لوبغاړو سربېره به په کې ځوان او د کورني کرېکټ ګڼ شمېر لوبغاړي ونډه ولري.

سږني پړاو لوبو کې د سپین غر لپاره لوبډلمشر راشد خان ټاکل شوی دی دغه راز د امو لپاره عظمت‌الله عمرزی، مس‌عينک لپاره رحمن‌الله ګربز، د بست لپاره ابراهيم ځدراڼ او حشمت‌الله شهيدي بيا د بندامير لوبډلې د لوبډلمشر چارې په غاړه لري.

په يادو سیالیو کې به هره لوبډله له بلې لوبډلې سره دوه ځل مخامخ شي، چې په ټوله کې به د ۱۴ ورځو په موده کې ۲۱ لوبې ترسره شي او په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کېدونکې پای‌لوبې ته لاره ومومي.

د يادونې وړ ده، چې د کورني کرېکټ دغه سترې شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې، چې له هغه راهیسې یې لس پړاوونه ترسره شوي دي او سږکال به یې یوولسم پړاو سیالۍ ترسره کېږي.

سپین غر لوبډلې ۳ ځلې، دغه راز امو، مس عینک او کابل لوبډلې دوه-دوه ځلې دغه سیالۍ په خپلې اتلولۍ پای ته رسولې دي.