په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر، شیخ صنیعالله فرهمند، د کويټ د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي، په دغو مراسمو کې چې د کويټ سفارت له لوري جوړ شوي وو، د ترکي چارواکو تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماټانو هم ګډون درلود.

