د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له هر اړخیز بحث وروسته د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې او په اوو پروژو کې یو لړ تعدیلات راوستل شول.
همداراز د څلورو پروژو په تړاو ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره وکړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
دغهراز د دوو پروژو قراردادونه لغوه شول، ځکه ګټونکي شرکتونه د ټاکل شویو قیمتونو له مخې د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې یادې پروژې بیا ځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
یوه بله پروژه هم له دې امله بیا ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژې له تخمینې بیې لوړ وو.
همدارنګه د یوې پروژې په اړه اړوندې ادارې ته لارښوونه وشو، څو یاد کار د ټاکل شوي هییت له لوري ترسره کړي.
د یادونې وړه ده، چې په منظور شویو او تعدیل شويو پروژو کې د قوشتیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

