د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۰ زره او ۳۷۴ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي چې شپږ زره او ۲۷۴ یې د لویانو او څلور زره او ۱۰۰ یې د ماشومانو دي.
د یادې ادارې ارقام ښيي، چې د روان کال په سلواغه میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (پینځه زره او ۸۵۵) کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د یو زر او ۱۸۳ ، ننګرهار د یو زر او ۶۶، بلخ د ۷۴۹ او هرات د ۲۹۶ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.
له بل لوري ارقام څرګندوي چې پینځه زره او ۵۸۳ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې څلور زره او ۷۹۱ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۳۵۵ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، پنجشیر، میدان وردګ، هلمند او خوست ولایت کې دي.
د يادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسولیتونه پر غاړه لري.

