د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې مراجعینو ته د اسانتیا په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له حکم سره سم د پېژندپاڼو د تائيد خدمتونو فیس معاف کړ او له دې وروسته دا خدمتونه د فیس له اخیستو پرته ترسره کېږي.
همدارنګه يادې ادارې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ هغه تېروتنې چې په پېژندپاڼو کې د کارکوونکو له لوري په غلطۍ سره ترسره او معلومات نا سم ولیکل شي، په ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو امر، د ولسوالیو د نفوسو د احوال ثبتولو مدیر او په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت مرکزونو د مدیرانو له تاییدۍ وروسته د فیس له اخیستو پرته اصلاح کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد دننه او بهر د افغانانو ته د هویت تثبيت او پېژندپاڼو د ورکړې په برخه کې متوازن خدمتونه وړاندې کوي.

