د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې کارونه په چټکۍ روان دي، چې تر دې دمه ۹۷ کیلومتره ساحه هواره شوې او هڅه کوي، چې د روان ۲۰۲۶ کال تر پای پورې یې لومړی فاز بشپړ کړي.
ورته مهال اقتصادي شنونکي وايي؛ د ټاپي سیمهییزې پروژې په عملي کېدو سره به کاري فرصتونه رامنځته شي، هر کال به دولت له دې لارې میليونونه ډالر عواید تر لاسه کړي او په ټوله کې د افغانستان لپاره ګټوره ثابتېدلی شي.
تازه د ترکمنستان پخواني لومړي وزیر له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د ټاپي پروژې د لومړۍ برخې بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي چې د ۲۰۲۶ تر پایه به بشپړه شي.

