د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له رییس پوليک اوک سیري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد دفتر رییس د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته راوړنې ستایلي او د سکنرونو د برابرولو په برخه کې یې د خپل سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي همداراز د کریک سازمان په غونډه کې د افغان پلاوي د سفر پایلې مثبتې بللي او زیاته کړې یې ده، هڅې روانې دي څو افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ونډه ولري.
ورپسې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ویلي، نړیواله ټولنه دې د نشهیي توکو ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې په نظر کې ونیسي او پر همدې بنسټ دې خپلې مرستې زیاتې کړي.
نوموړي د سرحدونو د لا ښه کنټرول لپاره د مجهزو سکنرونو د برابرولو غوښتنه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ولایتونو کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو، عامه پوهاوي او د قانون د تطبیق په برخو کې اغېزمن اقدامات کړي دي.
همدارنګه د غونډې په پای کې دواړو لوریو د لا ښې همغږۍ او دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې ده.

