د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا رییس منجیت سنګ لامبه او یو شمېر غړیو سره په ارګ کې لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا رییس د خوښۍ په څرګندولو سره د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې، چې تل یې د دوی ستونزې او غوښتنې په غور اورېدلي او د حل کولو ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي ویلي، افغان هندوان او سیکان خپل هېواد ته ژمن دي او همدارنګه یې د غصب شویو ځمکو او ملکیتونو، برېښنا او د یوناني طبابت د جواز په اړه د خپلو غوښتنو او وړاندیزونو د مطرح کولو ترڅنګ د کابل ښار په شور بازار کې د درمسال په اړه چې د سرک نقشه ورباندې راغلې، په تړاو یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.
همدارنګه د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس محترم ملا عبدالواسع د افغانستان د هندوانو او سیکانو د شورا رییس او غړیو ته د ښه راغلاست پرمهال ويلي، په هېواد کې د نږدې پینځو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ د ځمکو او جایدادونو د غصب ستونزې هم زیاتې دي او یوازې د افغان هندوانو او سیکانو نه، بلکې د نورو هېوادوالو ځمکې او جایدادونه هم غصب شوي دي، چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې او محاکم به په دې برخه کې خپل اقدامات وکړي.

