ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس په ترکمنستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت پلاوی، د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رییس ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت په انګړ کې له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې سوداګرو په بندرونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد، د کیفیت د کنټرول او په ځینو تخنیکي برخو کې خپلې ستونزې او ننګونې د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې او د ستونزو د حل په موخه یې خپل وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

ورته مهال ملا فیض‌الله تمیم د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته، د هېواد په اقتصادي ځان‌بسیاینې کې د هغوی رول مهم وباله.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړ، چې د سوداګرو د ستونزو حل او هغوی ته د اړینو اسانتیاوو برابرول د دوی د کاري لومړیتوبونو له جملې څخه دي او په دې برخه کې به عملي او جدي ګامونه پورته شي.

ښاغلي تمیم ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د کورني صنعت د پیاوړتیا او د سوداګرو د ملاتړ په موخه ټولې لازمې تخنیکي او اداري اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د امارت د تګلارې له مخې، د سوداګرو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو لرې کول او د هغوی د قانوني حقونو خوندیتوب یو اساسي لومړیتوب بلل کېږي، څو د هېواد د اقتصادي ثبات او پر ځان‌بسیاینې لپاره تلپاتې زمینه برابره شي.