ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان هوايي ځواکونو اسلام‌اباد کې مهم پوځي مرکزونه په نښه کړل

د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو نن غرمه شاوخوا یولس بجې په اسلام اباد کې فیض اباد ښار ته نږدې نظامي کمپ، نوښار کې د پوځ کینټ، جمرود پوځي کالوني، او ایبټ اباد کې هوايي بریدونه وکړل.

ملي دفاع وزارت وايي، چې دغه هوايي عملیات په بریالي توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوځ مهم نظامي مراکز او تأسیسات په نښه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، چې دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې د هوايي بریدونو په ځواب کې شوي چې د کابل، کندهار او پکتیا ښارونه یې په نښه کړل.