د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز وايي، چې تېره شپه اته بجې د خوست ولایت په علیشېرو او تریزيو، ځاځي میدان، ګربزو او د سپېرې ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سيمو کې د افغان دفاعي ځواکونو لهخوا فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځي رژیم پر پوستو پراخ او همغږي غچ اخيستونکي بریدونه وشول، چې دښمن ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
نوموړي زیاته کړي؛ د یادو بریدونو په پایله کې، د خوست ولایت د علیشېرو او تریزيو ولسوالۍ اړوند انځر او نيازکي سیمو کې د پاکستاني پوځي رژیم ۳ پوستې او یوه لويه قرارګاه په بشپړه توګه فتحه شوې، چې په ترڅ کې یې د رژیم لسګونه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي ګربز په وینا؛ همدارنګه، په زیاته اندازه وسلې او پوځي تجهیزات د افغان دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي، او د پاکستاني رژيم ۴ مړي هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.
په همدې لړ کې د خوست ولایت د مستربل سیمې او د ګربزو ولسوالۍ اړوند د غلام خان په سیمه کې د پاکستاني پوځي رژیم ۲ نورې پوستې د افغان ځواکونو لهخوا د درنو وسلو پر مټ په دقیق ډول ویشتل شوې، چې له امله یې یادې پوستې د اور ښکار شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال وضعیت د افغان دفاعي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی.
د فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې؛ پاکستاني رژیم ته پراخ زیانونه اوښتي

