افغان امنیتي ځواکونو ننګرهار کې هغې کورنۍ ته د انتقام اخیستلو مبارکي ورکړې، چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان پوځي رژیم د کورنۍ ۱۷غړي شهیدان او پینځه نور ټپیان کړل.
افغان ځواکونو تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو سرغړونو په موخه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل، چې ترې مهاله د پاکستاني لوري ګڼې پوستې له منځه وړل شوې او ۵۵ عسکر یې وژل شوي.

