ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره ټلیفوني خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې اړیکه کې دواړو لوريو د سیمه‌ییزو مسایلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ياد وزارت په وینا، په دې خبرو کې مولوي امیرخان متقي وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوښتی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري، چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او ریښتیني اراده وښيي.

ورته مهال، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سوله‌ییز دريځ وستایه او څرګنده یې کړه چې له اړوندو او هم‌نظره هېوادونو سره په اړيکه کې دی څو د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخوالي کمېدو لپاره ګډې هڅې همغږي شي.