ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د قطر د دولت له وزیر سره د افغانستان او پاکستان د کړکېچونو په اړه خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دې اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د وروستیو تحولاتو په تړاو د اسلامي امارت اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

همدا راز محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، چې قطر د تاوتریخوالي کموالی غواړي او څرګنده یې کړه چې د وروڼو هېوادونو ترڅنګ ولاړ دی او د فرصت له رامنځ ته کېدو سره مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.