ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په خوست او پکتیا کې د پاکستان پوځي رژيم پر پوستو د ځوابي بريدونو نوې څپه پيل شوه

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، د افغان ځواکونو له‌خوا د پاکستان پوځي رژيم پر پوستو د ځوابي بريدونو نوې څپه پيل شوه.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د خوست ولایت اړوند په ځاځي میدان، عليشېرو او تريزيو ولسواليو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې پیل شوي دي.

دغه‌راز د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې هم د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو د ځوابي بریدونو تازه څپه پیل شوې.

د دې ولسوالۍ مسولین وایي، د بریدونو نوې څپه له روژه‌ماتي وروسته پیل شوې ده.